جون 25, 2021

پاکستان: د رېل ګاډو د ټکر له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۳ تنو ته ورسېده

پاکستان: د رېل ګاډو د ټکر له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۳ تنو ته ورسېده

د پاکستان په سیند ایالت کې د رېل ګاډو د ټکر په پېښه کې د مړو شویو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی، د سیند ایالت لوړ پوړو مقاماتو نن د دوو جدا جدا لېستونو په خپرولو سره د مړو شویو کسانو شمېر ۶۳ تنه اعلان کړي دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، تر دا مهاله د ۱۲ تنو وژل شویو کسانو هویت لا هم نه دی تثبیت شوی، د سیند ایالت د ګوټکي ښار د پولیسو مشر عثمان عبدالله ویلي، چې په دې پېښه کې کابو ۱۰۰ تنه ټپیان شوي هم دي.

عبدالله ویلي، په ټپیانو کې د ډېرو کسانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی، نوموړی زیاتوي چې په دغو رېل ګاډو کې کابو ۱۰۰۰ تنه مسافرو سفر کاوو.

دا خونړۍ پېښه پرون هغه مهال را منځ ته شوه کله چې له کراچۍ څخه سرګودې ته د تلونکي ملت ایکسپریس رېل ګاډي څو واګونه له پټلۍ واوښتل، چې همهاله پرې له پینډۍ څخه کراچۍ ته تلونکی سرسید ایکسپریس رېل ګاډی را ورسطده او ټکر یې وکړ، چې له امله یې ګڼه مرګ ژوبله را منځ ته شوه.

Related posts