جون 25, 2021

بادغیس کې دجوند ولسوالۍ اوپه فاریاب کې د دولت اباد ولسوالۍ په بشپړه توګه فتح شوي

بادغیس کې دجوند ولسوالۍ اوپه فاریاب کې د دولت اباد ولسوالۍ په بشپړه توګه فتح شوي

دبادغیس ولایت دجوند مهمه ولسوالۍ چې  له  ډیرو کلونو راهیسي دمجاهدینو ترمحاصرې  لاندي  وه  نن  ماسپښین یې ګوډاګي عسکرو دالوتکو په مټ  دبادغیس ولایت  مرکز قلعه  نو ته  وتښتیدل

ددښمن په تېښته سره دیادي ولسوالۍ مرکز ، امنیه قومندانۍ ، مراکز اوټولي پوستې فتح شوي  اوګڼ مهمات دمجاهدینو لاس ته ورغلي دي

دپېښې په اړه نور جزئیات به وروسته پرلیکه شي

دیوبل تازه رارسیدلي خبر له مخې  بیګاه شپه  دفاریاب  ددولت اباد ولسوالۍ مرکز ، امنیه قومندانۍ ، اوټول تاسیسات ، پوستې اوقرارګاوي په بشپړه توګه فتح شوي  ۲۰ تنه اجیر عسکر ژوندي نیول شوي ، ۶ ګوډاګیان قتل او ۸ تنه یې ژوبل شوي دي

همداراز ددښمن یو ډیسي توپ ، یوه دومیله ، یو زیکویک ، لسګونه عرادي شوبلې  اورینجر موټر اوګڼ شمېر مختلف النوع وسلې ، مرمۍ اومهمات دمجاهدینو لاس ته ورغلي

2021/6/8

Related posts