جون 25, 2021

هند: د تندر پرېوتو او اور لګېدنې له امله ۴۸ کسان مړه او ګڼ شمېر ټپیان دي

هند: د تندر پرېوتو او اور لګېدنې له امله ۴۸ کسان مړه او ګڼ شمېر ټپیان دي

له هند څخه د تازه تر لاسه شویو راپورونو له مخې، په لوېدیځ بنګال ایالت کې د تندر پرېوتو په څو جلا جلا پېښو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه مړه او ګن شمېر ټپیان شوي دي.

بنګال ایالت کې تېره ورځ د توپاني باران ورېدو پر وخت د تندر پرېوتو په څو جلا جلا پېښو کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، ویل کیږي چې په مړو شویو کسانو کې ډېری یې بزګران دي چې د باران پر مهال په دښتو کې په کروندو بوخت وو.

د یادونې وړ ده چې د تندر پرېوتو له امله یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي، چې اوسمهال روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي، د ټپیانو کره شمېره نه ده رسنیزه شوې.

بلخوا په هند کې د کیمیاوي توکو په یوې فابریکه کې اور لګېدنې ۱۸ کسان وژلي او ګڼ شمېر لا هم نادرکه دي، له اور لګېدنې سره همهاله سیمې ته د اور وژنې ټیمونه هم رسېدلي تر څو لګېدلی اور مهار کړي.

د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې، تر اوسه معلومه نه ده چې په یاده فابریکه کې د کوم لامل له کبله دا اور لګېدنه را منځ ته شوې، خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

Related posts