جون 25, 2021

د هیواد د نویو فتحه شویو سیمو د تعلیمي چارو د تنظیم په اړه د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون اعلامیه

د هیواد د نویو فتحه شویو سیمو د تعلیمي چارو د تنظیم په اړه د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون اعلامیه

څرنګه چې اسلامي امارت په هیواد کې د ښوونې او روزنې د پراختیا، د تعلیمي بهیر ګړندي کولو او د لا فعاله ولو کلک هوډ لري، او د دې لپاره یې په ټول هېواد کې د ولایاتو او ولسوالیو په سطحه د تعلیم او تربیې مسؤلین مقرر او توظیف کړي دي، اوس چې لله الحمد د الله تعالی په نصرت او مجاهدینو د سرښندنې او ایثار په برکت هېواد کې په اکثرو ولایاتو کې د فتوحاتو لړۍ ګړندۍ شوې ده او په نویو فتحه شویو سیمو کې د اسلامي امارت ټول ارګانونه خپل اړوند فعالیتونو ته دوام ورکوي.
په همدې بنسټ د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون هم اعلانوي چې:
(۱) ــ د نویو فتحه شویو سیمو د ښوونځیو، مدرسو، دارالحفاظونو او د نورو ټولو تعلیمي ادارو اړوند مسئولین، استاذان، متعلمین، محصلین او منسوبین خپلو تعلیمي فعالیتونو ته پرته د کوم ځند او خنډ څخه دوام ورکړي، د تعلیم، تربیې کمېسیون هڅه کوي تر څو، دوی ته د امنیت د تأمین تر څنګ ټولې اسانتیاوې او تسهیلات برابر کړي، محترم هېواد وال دې هېڅ ډول تشویش نه کوي.
(۲) ــ ټول محترم مسئولین او قدرمن مجاهدین دې هم په خپلو اړوند نویو فتحه شویو سیمو کې د ښوونځیو، مدارسو او ټولو تعلیمي ادارو مسؤلینو، منسوبینو او متعلیمنو امنیت وساتي، او هیچاته دې اجازه ورنه کړي چې د یادو ادارو ودانیو، اداري او تدریسي توکیو او نورو اړوندو اجناسو ته زیان ورسوي او یا د دې ادارو، استاذانو او متعلمینو ته تهدیدپیښ کړي، بلکه ټولو ته دې د خپلې بشپړې مرستې ډاډ ورکړي او د خپلو تعلیمي فعالیتونو د جاري ساتلو سپارښتنه دې ورته وکړي.
(۳) ــ د اړوند ولایتونو د ټولو تعلیمي مسئولینو (د ولایتي رئیسانو او د ولسوالیو مدیرانو) څخه هیله کیږي، تر څو په ټولو مفتوحه مراکزو کې موجوده تعلیمي ادارې په خپل حال فعالې وساتي، نظارت یې وکړي، د تعلیمي ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي، د ولایت د نورو تعلیمي ادارو تر څنګ د هغو د لا فعالولو په اړه قدم واخلي.
والسلام

د افغانستان اسلامي امارت
د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون
۲۸/ ۱۰/ ۱۴۴۲ هـ ق
مطابق ۱۹/۳/۱۴۰۰ هـ ش

Related posts