جون 25, 2021

بلخ کې له ۴۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

بلخ ولایت کې یو با احساس مسلمان تاجر له (۴۰) بیوزلو کورینو، یتیمانو او معیوبینو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. دغه مرسته کې چې د مجاهدینو تر نظارت لاندې د سیمې مستقینو ته ورکړل شوه اوړه، وریجي، غوړي او نور شامل و، چې هري کورنۍ ته ۱ بوجی اوړه ، ۱۰ کیلو ورجي، ۵  کیلو غوړي ورکړل شول.

د سیمې خلکو له یاد تاجر څخه د مرستي له کبله مننه وکړه، هغه ته یې دوعاګانې وکړې او له نورو شتمنو خلکو یې هم وغوښتل چې د کور، کلي او ګاونډ د غریبانو او بې وسو خلکو د لاس نیوي لپاره دي د همدې تاجر په څېر را وړاندې شي او خلکو ته دي خیر ورسوي.

‏2021‏/6‏/10

Related posts