جون 25, 2021

غزنی: ګیلان کې د دښمن قرارګاه او پوسته فتحه شول

له مراکزو او سیمو د مزدور دښمن د تېښتي په دوام تېره شپه د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند پش کنده او چرلې سیمو کې د مزدور رژیم عسکر له یوې قرارګاه او یوې پوستې څخه تښتېدلي او یاد مراکز یې تخلیه کړي دي.

همداراز دښمن خپل ټول وسائل، مهمات او لوازم پرې ایښي او د مجاهدینو په لاس ورغلي دي.

پاته دي نه وي چې د یادې مهمي قرارګاه په فتحه کېدو سره اوس د ګیلان ولسوالۍ له ودانۍ بیا د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ تر مرکز پوري د کابل – کندهار لویه لاره د مجاهدینو تر واک لاندې راغله چې له کبله یې په دغه لاره د تلونکو مسافرو لپاره د امن او ډاډ فضا برابره شوه.

‏2021‏/6‏/10

Related posts