جون 25, 2021

پکتیا: زرمت کې ۲ پوستې د مجاهدینو لاسته ولوېدې

له مراکزو او سیمو څخه د مزدور دښمن د تېښتي  په دوام پرون د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کې د اخندزاد خیلو او نیکنام کلا په نوم د مزدور دښمن له ۲ پوستو څخه د کابل رژیم عسکر تښتېدلي او دواړه مراکز یې تخلیه کړي دي.

د راپور له مخې د یادو پوستو په فتحه کېدو سره د مجاهدینو د حاکمیت سیمه پراخه شوې او سیمه ییز اولس د ازاد او ډاډمن ژوند فرصت موندلی.

‏2021‏/6‏/10

Related posts