جون 25, 2021

کاپیسا: تګاب کې د دښمن بیس او ۴ پوستې فتحه شوې

له مراکزو او شرځالو د وارخطا دښمن د تېښتو په دوام تیره شپه د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ اړوند شیرخیلو سیمه کې د کابل رژیم عسکرو یو غټ بیس، د استاد عبدالله کلاپوسته، د هدیرې پوسته، د لنګرخیلوپوسته او د څپرې پوسته تخلیه کړي او د شپې له تیارې څخه په استفاده له سیمې څخه تښتېدلي دي.

د یادو پوستو په فتحه کېدو سره د اسلامي امارت د حاکمیت ساحه لانوره هم فراخه او اولسونه له امن څخه برخمن شول.

‏2021‏/6‏/10

Related posts