جون 25, 2021

لوګر کې د کابل ادارې ۹ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

د لوګر ولایت په ازره او محمداغه ولسوالیو کې د دعوت ارشاد دمسؤلینو او د ځایي مجاهدینو دهلوځلو په نتیجه کې د کابل رژیم ۹ تنه کار کوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شوي دي.

 دغه کسان چې په مزدوره اداره کې یې د عسکرو، پولیسو او اربکیانو په توګه دندې ترسره کولې د امیرالمؤمنین د عفوې له فرمان څخه په استفاده له جګړې او مخالفته د بیزارۍ په اعلانولو سره مجاهدینو ته راغلي دي، چې نومونه یې په لاندې ډول دي:

۱: سیدمحمد ولد نورمحمد

۲:  نورمحمد ولد محمد یونس

۳: عبدالقيوم ولد ميراجان

۴: طلامحمد ولد علم الدين

۵: سراج الدي ولد عين الدين

۶:  شريف الله ولد اسدالله

۷: محمد عظيم ولد عبد الرشيد

۸:  فرهاد ولد عبدالغفار

۹:  طاوس ولد مومين خان

دوی ټولو په خپلو تېرو اعمالو پښيماني څرګنده کړې او ژمنه ېې کړې ده چې تر دې وروسته به د مزدورې ادارې لپاره هیڅ ډول فعالیت نه کوي.

‏2021‏/6‏/10

Related posts