مې 09, 2021

د خوږژبي سجاد پلار یي په وهلو شهید کړ

شهید مولوي عتیق الل

خالد افغان زوی

مولوي عبدالحکیم سجاد به ټول پیژنئ،د هیواد هغه خوږژبی ترانه خوان چې له ډیرو ترنم خوښوونکو یي زړونه وړي دي، څوارلس کاله پخوا هغه وخت چې زموږ په هیواد د بي دوه پنځوس الوتکو بمبار روان و او د هیواد فضا د چورلکو غرهار ، د بمونو درزهار او د مظلومانو کړیکو په سراخیستې وه، همدغه خوږ غږ و چې زموږ د مظلومو هیوادوالو ټپي زړګوټو ته یي پټۍ ورکولې، په وطن د راغلي تور سیلاب ظلمونه، د مظلومانو آهونه او د قهرمانانو حماسې یې د خوږ ترنم په څپو کې د هیوادوالو تر غوږونو رسولې،هغه سجاد چې وتلي شاعر سیف مومند ورته د انقلاب جرس لقب ورکړی و، هغه چې کله به یې د رحمت الله درد دردمن کلام د ترنم په څپو کې واخیست نو د درد ضریب به یې په مراتبو نور هم ورلوړ کړ، تردې چې سترګو به ورته اوښکې تویولې او زړونه به ورته له شوقه بې اختیاره رپېدل.

خدایه ستا په عشق کې لیونی مې کړه

اور ته مې ګوزار کړه سپیلنی مې کړه

مګر نن هغه خوش الحانه حنجره له ځیګرویو او فریادونه ډکه ده، نن له هغې طلایي حنجرې دزړه وړونکي ترنم پر ځای زړه بوږنونکې کړیکې راوځي. هوکې ، د انقلاب جرس نن سبا د غم او ویر سمفوني غږوي ، زموږ جرس غم جن او د ویر په ټغر ناست دی.

سجاد صاحب وړمه ورځ راته ټیلفون وکړ، ما ورسره خپله دودیزه خوشطبعي پیل کړه، خو د جرس غږ مړاوی و، په ډیر تأسف یي خبر کړم چې ۷۵ کلن پلار یې دوخت د وحشي حکومت د ظالمو استخباراتو لخوا په شهادت رسول شوی.

سجاد جرس د خپل سپین ږیري پلار د شهادت کیسه داسې راته تېره کړه.

پلار مې مولوي عتیق الله حامدولد ملا الله نظر د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د ده حیات د کلي اوسیدونکی چې ابتدایي دیني تعلیمات یي دافغانستان په مختلفو سیمو کې کړي و، نهایي زده کړې یې په مشهوره مدرسه دارالعلوم حقانیه کې ترسره کړې وې او دهمدې مدرسې د باني شیخ الحدیث مولانا عبدالحق څخه یي د حدیثو سند او اجازه ترلاسه کړې وه.

نوموړي د روس ضد جهاد په مهال د افغانستان په مختلفو سیمو لکه خوست،پکتیا، میدان وردګ ، لوګر او غزني کې په ډیرو جهادي معرکو کې برخه اخیستې وه،د هجرت په مهال د وزیرستان په میرانشاه کې اوسیده خپله یي هم همیشه له جهاد، علم او تصوف سره رابطه وه او خپل زامن یي هم دیني زده کړو ته سوق کړي و.

د عبدالحکیم سجاد په وینا: نوموړی ډیر متواضع، خاموش او پرهیزګاره انسان و چې شرعي مقرراتو ته یي ټینګ التزام درلوداو ټول عمر یي د دین په دعوت، خدمت او د مسلمان اولس په خیرخواهۍ کې تیر شوی و.

په ۲۰۰۵ م کال کې نوموړي له پاکستان څخه خپل کور کابل ته انتقال کړ او هلته یي ژوند کاوو، څه موده مخکې نوموړی د پل خشتي په مسجد کې یوه ورځ ممبر ته پورته شو او د هیواد په روانو حالاتو یي حاضرینو ته خبرې وکړې چې د حاضرو خلکو له تاوده هرکلي او غبرګون سره مخامخ شوې، نو موړي خلکو ته وویل چې د یو سپین ږیري عالم په حیث مې دا ایماني وظیفه ده چې خپله غاړه خلاصه کړم او د ژوند په دې وروستیو شیبو کې تاسو له حقائقو خبر کړم، حقائق دادي چې زموږ او تاسو وطن د امریکايي کفارو لخوا اشغال شوی،دلته د امریکا بیرغونه رپیږي، پوځي جنرالان یي دلته وظایف لري نو په داسې حال کې هرڅوک چې ځان ته مسلمان وایي جهاد ورباندې فرض عین دی او همدا نه زما خبره ده، نه د طالب فتوی ده نه د پاکستان خبره ده بلکې د قادر او خالق ذات الله تعالی حکم دی چې نور یي منل او نه منل په تاسو پورې اړه لري.

دغه سپین ږیری عالم چې د پل خشتي له ممبر یي وروسته له کلونو د حق غږ پورته کړ او د اجیر حکومت مشروعیت یي چیلنج کړ، حکومتي استخباراتو ورباندې ډیر بد ومنل، د پل خشتي په مسجد کې یي ځکه څه ورته ونه ویل چې هلته نږدې ټول خلک له ده سره همنظره و او استخباراتو نه شوای کولای چې د عامو مؤمنانو په مخکې لاس ورواچوي.

خو څه موده مخکې د نومبر په ۴مه چې نوموړی کابل ښار ته د معالجې لپاره وتلی و او د کوټه سنګي په سیمه کې روان و، حکومتي استخباراتي کسانو ورباندې برید وکړ، لاس او پښې یي وروتړل او په ډیر ظلم سره یې په موټر کې وغورځاوو، له هماغې ورځې دغه ۷۵ کلن عالم ورک وچې هیڅ درک یي نه لګېده تردې چې ۲۱ ورځې وروسته د وردګو ولایت په مرکز میدان کې په داسې حال کې وموندل شو چې استخباراتي کسانو په مرګحاله حالت کې له توقیف خانې بهر غورځولی و.

د نوموړي کورنۍ وایي چې په دې ۲۱ ورځني حبس کې د حکومت استخباراتو دغه ۷۵ کلن سپین ږیری عالم داسې وهلی او شکنجه کړی و چې نور یې په جسمي زخم او ژوبلې سربیره دماغي توازن هم په بشپړه توګه لاسه ورکړی و،د میدان ولایت د مني په سخت یخ کې یي نوموړی په یوه کانتینر کې ساتلی و تردې چې د یخ وهلو له امله تر مرګه نژدی شوی و.

عبدالحکیم سجاد وایي چې سپین ږیری پلار یي په داسې حال کې وموندل شو چې په رواني لحاظ بشپړ لیونی شوی و، چیغې او فریادونه یي کول،له حرکت او پورته کیدا وتلی و تردې چې د معالجې لپاره لومړی د کابل علي اباد شفاخانې اووروسته پیښور ته انتقال شو، خو داچې سخت دردونه یي لیدلی و او د بدن په پښو او مختلفو برخو یي د وهلو او شکنجو داغونه له ورایه معلومیدل له بندي خانې له را خلاصیدو پنځه ورځې وروسته یي په پیښور کې ساه ورکړه او د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.

د دې سپین ږیري عالم د وژلو بل هیڅ علت نه و، نه خو مسلح طالب و، نه یي چاته ضرر رسولی و، یوازینۍ ملامتیا یي دا وه چې صادق مسلمان و او د حق خبره یې په دې ګومان کړې وه چې د وخت جابر حاکمان به یي سپینو ویښتو او ضعیف بدن ته وګوري او څه به نه ورته وایي.

مګر د بشر د حقوقو او بیان د ازادۍ مدعیانو په یوه دیني بیان سره دغه سپین ږیری عالم په سخته ناترسۍ تر هغو شکنجه کړ تر څو لیونی شو او ساه یي ستونې ته راورسیده او بیا یي په مرګحاله حالت کې د میدان په یخ موسم کې بهر وغورځاوو تردې چې پنځه ورځې وروسته د شهادت مقام ته ورسید.

انا لله وانا الیه راجعون

Related posts