اګست 09, 2020

میدان وردګ کې د ملکي تلفاتو مخنیوي او سمع شکایات ادارې مسئولینو، د ۳۰۳ بسونو د شخصي شرکتونو له استازو سره مهمه غونده وکړه

میدان وردګ کې د ملکي تلفاتو مخنیوي او سمع شکایات ادارې مسئولینو، د ۳۰۳ بسونو د شخصي شرکتونو له استازو سره مهمه غونده وکړه

تیره ورځ د اسلامي امارت نظامي چارو کمیسیون د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایات ادارې  مسئولینو،  د ۳۰۳  بسونو د شخصي شرکتونو له استازو سره مهمه غونډه ترسره کړه.

غونډه  سهار شاوخوا ۱۰ بجې  د قرآن عظیم الشان  د څو مبارکو آیتونو  په تلاوت سره د میدان  وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې دائره شوه.

په غونډه کې له کابل او ولایتونو څخه د نورو نمائندګیو  په استازیتوب  د احمدشاه ابدالي، حصارک، پنجشیر، میرویس نیکه، میوند وردګ، نهرسراج او غزني پيما  استازو ګډون وکړ.

دغه راز په یاده غونډه کې  د یاد کمیسیون نمائنده، د یادي ولسوالۍ نظامي مسئول،  علماء کرامو او یو شمیر نور مهمو اشخاصو برخه درلوده.

غونډي ته  جید عالم مولوي ابوبکر صاحب او د مرکزي ادارې استازي محترم مولوي معصوم صاحب هراړخیزي ویناوي وکړي، دوی د خپلو خبرو په ترڅ کې  په لویو لارو باندي د چلونکو د بې پروایۍ له کبله د ولسي خلکو مرګ ژوبله د افغان ولس  لویه  ستونزه  وبلله  او له اړوندو ادارو څخه یې د جدي تدابیرو نیولو ټینګه  غوښتنه وکړه.

ورپسې په میدان وردګ  ولایت  کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایات ادارې استازي  (محترم خادم صاحب )له لوري د نوموړي ادارې د مرکزي دارالافتاء هغه فتوی ولوستل شوه، چې په کې د  ( لویو موټرو د چلونکو د پې پروایۍ، نشیي توکو د استعال او نورو عواملو په سبب ترافیکي پیښي رامنځته کیږي او   مسافرو ته په کې  مرګ ژوبله اوړي)  د وژل شویو او ټپیانو د دیت او خسارې تفصیلي بیان شوی دی.

په فتواکې راغلي، چې د یادو مواردو په صورت کې به دیت او خساره د شرکت مالک، د موټر مالک او او چلونکی درې واړه  په ګډه  سره اداء کوي.

د یادو شرکتونو استازو د نوموړي  فتوا هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د ترافیکي پیښو د مخنیوي په اړه به جدي اقدامات کوي او تر خپل توان پوري به د یادو پیښو مخنیوی یقیني کوي.

وروسته غونډه د محترم مفتي صاحب (منیف ) له لوري د دعائیه په لوستلو سره پای ته ورسیده.

2017/10/7

Related posts