اګست 09, 2020

شمالي ولایتونو ته د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایات ادارې له لوري د تللي هیئت کاري راپورتاژ

شمالي ولایتونو ته د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایات ادارې له لوري د تللي هیئت کاري راپورتاژ

د اسلامي امارت د مشرتابه د محترم مقام په لارښونه او د ملکي تلفاتو او سمع شکایات ادارې د کاري طرز العمل له مخې د یاد کمیسیون یو با صلاحیته هیئت د هیواد شمالي ولايتونو (بغلان. کندز ، سمنګان، تخار او بدخشان) ته د مشخصو لاينحل موضوعاتود حل کولو په هدف او ترتيب شوې کاری طرز العمل له مخي د کال ۱۴۳۸ د شوال په ۱۴مه يادو ولايتونو ته وليږل شو.
یاد هیئت د محترم مولوي صاحب اول ګل ایوبي په مشرۍ چې په ترکیب کې یې محترم قاري صاحب اسدالله، مولوي صاحب حماد، ملا احمد شاه اخوند مشهور په جوهري لالا او ملا سنګين اخوند شامل وو، تر ۷۵ ورځو پورې يې په یادو ولايتونو کې له خلکو سره لیدنې کتني ترسره کړې.
د ترلاسه شوي راپور په اساس هیئت د ولسي خلکو شکايات واورېدل او زیاتره شکايات او مسائل يې د مربوطه مراجعو په همکارۍ او حضور کې حل کړل او د ډير و جدي شکاياتو او مسائلو د حل لپاره يې د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکايات ادارې د مرکزي دفتر سره په مشوره او په ګډه تصمیم ونیول شو.
یاد هیئت نوموړو ولاياتو ته درسیدو په مهال، لومړی د سيمې له علماء کرامو، د مدارسو او مکاتبو له استادانو ، قومي مشرانو او نيکو اشخاصو سره لیدني کتني ترسره کړې، د دوی خبرې يې واورېدې، د دوی شکايتونه يې له ځان سره ثبت کړل او له عام ولس سره د مجاهدینو چارچلند يې په ژوره توګه وارزاوه.
همداراز ټاکل شوي هیئت د یادو ولایتونو ټولو ولسوالیو ته سفر ونه وکړل او په هره ولسوالۍ کې یې ترممکنه حده له نظامي او ملکي مسئولينو، د محاکموله قاضیانو، دعوت او ارشاد، عشر او زکات د کميسيونونو د ځايي مسؤلينو، دلګی مشرانو، سرګروپانو، عامومجاهدینو، علماء کرامو، قومي مخورو، سپین ږیرو اوعام ولس سره تفصيلي غونډې او ناستې وکړې.
نوموړي هیئت د غونډو په مهال د اسلامي امارت دمشرتابه مقام سلامونه او پيغامونه د غونډو ګډونوالو ته ورسول، د ملکي تلفاتو د مخنیوي اود سمع شکایات د ادارې کاري لائحه اواصول يې برخه والوته بیان کړل، دیادې ادارې د پوهاوي پاڼې يې هم په پراخه پيمانه توزیع کړې .
دغه راز هيئت په دې هم ټينګار وکړ چې اسلامي امارت عام ولس خپل تن اوجود بولي، امارت په هيڅ ډول هم د عاموخلکو مرګ ژوبله او د مجاهدینو لخوا له ولس سره ناسم چلند نشي زغملی، د امارت مسئولین به له خپل توان سره سم د خپل مظلوم ولس د هرفرد د مرګ ژوبلې او زیان پوښتنه کوي.
همداراز که د ولس لخوا له مجاهدینوڅخه د مستند ناسم چلند په اړه شکایت موجود وي نو دوی ته د غږ رسولو لپاره د ټلیفون ځانګړې شمیرې او نمبرونه په واک کې ورکړل شول، په هر ه ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکايات د ادارې له لوري با صلاحيته نمايندګان وټاکل شول او د غونډو په مهال خلکو ته معرفي کړل شول، ترڅو عام ولس د دوی له لاري هم خپل شکایات په خپل وخت تر مسئولینو ورسوي او دحل لپاره يې عاجل اقدام ترسره شي.
د مسائلو د حل طرز العمل: (۱) نوموړي هیئت د خپل کاري طرز العمل په اساس د سيمې د مسؤلينو او د امارت د مختلفو شعباتو او کميسيونونو د نمايندګانو او مسؤلينو په حضور کې د عامو وګړو څخه شکايات واورېدل او ډیری شکايات يې سمدستي تر څیړني لاندي نیول کیدل او د حل په منظور یې لازم تصميم نيول کيده .
(۲) د دې لپاره چې خلکو ته اسانتياوي مهيا شي نو په مجالسو کې عامو خلکو ته د هيئت لخوا ويل کیدل چې که څوک د مسؤلينو په مخ کې شکايات نشي بيانولی نو هغوی ته د دې فرصت ورکول کېږي چې د تليفون له لارې يا د ځانګړو مجالسو په ترڅ کې خپل شکايات منتخب هیئت ته ورسوي.
له همدې کبله په بعضو مواردو کې په ځانګړو غونډو او مجالسو کې د شکايت کونکو شکايات واورېدل شول او وروسته د مربوطه مراجعو د مسؤلينو سره شريک او حل شول او يایې د حل لپاره لازم تصامیم ونيول شول.
د یاد هيئت دغه طرز العمل د دې سبب شو چې د عامو خلکو باور نور هم پوخ شو چې د افغانستان اسلامي امارت د خلکو د مشکلاتو د حل لپاره په یقیني توګه مټې رانغښتې دي او هيڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د عام ولس سره زیاتی وکړي.
(۳)بعضې حقوقي شکايات چې عام ولس له مجاهدينو څخه درلودل اکثره يې د صلحې او مصالحې له لارې حل او په ځينو مواردو کې مجاهدين خلع سلاح، حتی بنديان شول او تر هغه وخته پورې بنديان ول چې د عامو خلکو مشکل رفع او حل شو، د دا ډول مواردو بيلګې د منتخب هيئت په تقصيلي راپور کې د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکايات ادارې په ارشيف کې محفوظي دي.
(۴) کومي وژني چې د مجاهدينو د عملياتو پرمهال رامنځته شوي وې او مجاهدين پکې متهم بلل کيدل اکثره يې د صلحې او د ديت له لارې حل شول او کوم موضوعات چې د صلحې له لارې نه حل کېدل نظامي محکمې ته وسپارل شول او یوشمیر نور بیا د بشپړ تحقيق او څيړنې څخه وروسته حل شول.
(۵) اسلامي امارت په ټول هیواد کې د علمي مراکزو د پراختيا لپاره کوششونه په کار اچولي او په دې برخه کې یې د تعليم او تربیې او عالي تحصیلاتو مستقل کمیسیون تاسيس کړی چې د هيواد په مختلفو ولايتونو او سيمو کې خپله دنده مخته وړي.
هيئت د يادو ولايتونو په مختلفو سيمو کې د مکاتبو له مديرانو، معلمانو او مسؤلينو سره هم ځانګړې ناستې وکړې، د هغوی شکایات يې واورېدل او د امارت د مسؤلينو په حضور کې يې حل کړل.
(۶) همداراز یاد هیئت په بغلان، کندز، سمنګان او تخار ولايتونو کې له واليانو، مرستيالانو، نظامي او ملکی مسؤلينو سره جلا جلا ځانګړي او خصوصي غونډې ترسره کړې، د عام ولس شکايتونه يې ورسره شريک کړل او په ګډه سره یې ورباندې لازم تصميمونه ونيول او ټولو مسؤلينو د عام ولس خدمت او د هغوی شکایتونو ته رسیدګي خپله شرعي او اخلاقي دنده وبله له او په کلکه يې د همکارۍ ژمنه وکړه
دغه راز هيئت د دوه نيمو مياشتو دغه اوږد سفر په ډير بريالیتوب سره پای ته ورساوه او خپل بشپړ راپور یې په مرکزي دفتر کې د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکايات ادارې او د اسلامي امارت مشرتابه محترم مقام ته وړاندي کړ.
2017/10/10

Related posts